لیکوال: نصیراحمد احمدی

پلار په خواشینۍ وویل:

_تا هېڅ هم نه دی زده کړی!

د ماشوم سر وځړېد.

پلار وویل:

_څلور میاشتې یو عمر دی، خو ته لا په الفبا هم نه پوهېږې!

د جامو د ګنډلو د ماشین غږ ودرېد، ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:

_سړیه! تر اوسه خو  لا په اول صنف کې دی، زده به یې کی.

د سړی تندی تریو شو،  لاسی بکس یې ور واخېست ، له کوره ووت او دفتر ته لاړ.

ښځې ماشوم ته وکتل، ورو یې وویل:

_ګوره زړګیه! ته باید خپل درسونه ووایی، د پلار خبره دې  درپه زړه  که، ویل یې چې که په سبقونو کې تکړه وې، نو یو ښکلی کوچنی  بایسکل درته اخلی.

ماشوم په حیرانۍ ورته کتل...

ښځې د ماشین لاستی تاو کړ، ورو یې وویل:

_هله ګرانه! د مکتب وخت دې دی !

هلک بکسې ته لاس ور وغځاوه، بوټونه یې په پښو کړل، د باندې ووت.

 هوا سړه وه، ماشوم د سړک پر غاړه ودرېد، موټر ګړندی روان ول، یو لاروی وردمخته شو، ماشوم یې تر لاس ونیو، د سړک تر بلې غاړې ورسره لاړ.

پاو وروسته ماشوم په ټولګی کې و، معلمې یې پر توره دړه د الفبا توری ولیکل، په لوړ غږ یې وویل:

_خوب قندولکا!  الفبا را سه سه بار در کتابچه هایتان بنویسید!

ماشوم په حیرانۍ سره خپلې کتابچې ته کتل...

شېبه وروسته معلمی وپوښتل:

_قندولک! تو چرا  نوشته نمیکنى؟

ماشوم  ورو وویل:

_څه ؟

د معلمې شونډې وخوځېدې::

_چه گفتی؟

هلک بیا خپله خبره تکرار کړه!

_څه وکم!

معلمې تندی تریو کړ!

_بچیم! مه پشتو ره نمیفامم ! تو چه میگى؟

ولاړه شوه ، د یوه بل ماشوم تر څنګ ودرېده، په خوشالۍ یې وویل:

_آفرین بچى لایق، چقه زود نوشته کدى!

د تختې پر سر  پر یوه لوی کاغذ لیکل شوی وو :

(( په مورنۍ ژبه زده کړه د هر چا حق دی. ))

د خپراوی نیټه یکشنبه 1390/03/1    |لیکوال: عوزیر ستانکزی    |    | نظرات()